accessibility & help

خپله بې درکه کورنۍ ومومئ

آیا تاسو د جنګ، د طبیعي پیښې یا د مهاجرت له امله له خپلې کورنۍ څخه جلا شوي یاست؟ معلومات ترلاسه کړئ چې مونږ د امکان تر حده له تاسو سره څه ډول مرسته کولای شو.

مونږ له تاسو سره څه ډول مرسته کولای شو؟

ښايي مونږ له تاسو سره لاندې مرستې وکولای شو:

  • ستاسو د ورکو عزیزانو پیدا کول: موږ له هغو کورنیو سره مرسته کولای شو چې غړي یې د وسلوال جنګ، پیښې یا د مهاجرت له امله سره جلا شوي وي
  • د کورنیو تر منځ خبرې لیږدول: کله چې د اړیکو عادي وسایل قطع شي، مونږ د سره صلیب لخوا بیا هم ستاسو خپلوانو ته پیغام لیږلی شو. (یادونه: مونږ پیسې یا پاکټونه نه لیږو.)
  • د توقیف تصدیق ترلاسه کول: هغه کسان چې د توقیف پر مهال د سره صلیب نړیوالې کمیټې (ICRC) ته ورغلي او ځانونه یې ثبت کړي وي، ښايي مونږ د توقیف تصدیق ورکړو.

زمونږ ټول خدمتونه وړیا او محرم دي.


له مونږ سره اړیکه ونیسئ >


 

په کومې طریقې سره

د "له مونږ سره اړیکه ونیسئ" تڼۍ باندې کلیک وکړئ. په بله پاڼه کې په بکس کې د خپل ښار نوم یا پستي کوډ ولیکئ او په لټون باندې کلیک وکړئ.
بیا تاسو کولای شی چې سیمه ییز ټیم ته زنګ ووهئ یا د آنلاین فورمې ډکولو لپاره د "وړاندیز" تڼۍ ووهئ.
د تعقیبي ټیم یو تن به له تاسو سره اړیکه ونیسي او د ملاقات وخت به وټاکي.
د ملاقات پر مهال به مونږ له تاسو سره د فورمې په ډکولو کې مرسته وکړو. په هغه فورمه کې ښې ډیرې پوښتنې شوي دي چې له مونږ سره به ستاسو د کورنۍ په پیدا کولو کې مرسته وکړي. مونږ هر څومره زیات معلومات چې امکان ولري ورته اړتیا لرو. تاسو د کورنۍ یو بالغ غړی، همکار یا ملګری هم درسره راوستلی شی، چې د ملاقات پر مهال له تاسو سره مرسته وکړي. مونږ تاسو ته ترجمان/ژباړن هم راوستلی شو.
کله چې تاسو مونږ ته دا وویل چې ستاسو په اند ستاسو د کورنۍ غړي به چیرته وي، مونږ به په هغه هیواد کې زمونږ له همکارانو سره اړیکه ونیسو او له دوی څخه به د هغوی د لټون مرسته وغواړو.
مونږ د بري وعده نه کوو، خو هر کله چې مو کوم خبر ترلاسه کړ، سم دستي به له تاسو سره اړیکه ونیسو.

په اروپا کې خپل عزیزان لټوی؟

تاسو په آنلاین ډول د ورکو عزیزانو لټه کولای شی او خلکو ته هم ویلی چې د تاسو د هغوی په لټه کې یاست. د مخ تعقیب ته لاړ شئ چیرته چې تاسو دا لیدلی شی چې که چیرې ستاسو کورنۍ ستاسو په لټه کې وي. تاسو خپل انځور هم خپرولی شی تر څو ستاسو کورنۍ له تاسو سره اړیکه ونیولی شي.


په اروپا کې د خپلو ورکو عزیزانو موندل >


د خپلو ورکو عزیزانو د موندنې په اړه پوښتنه لری؟


ولې تاسو په مونږ باور کولی شئ

مونږ د لومړۍ نړیوالې جګړې راهیسې د خلکو سره په بې درکه خپل خپلوانو موندلو کې مرسته کړې ده.

مونږ یوه بې طرفه اداره یو، چې د نړیوالې شبکې هغه برخه ده چې د هیوادونو د سرحدونو څخه بلې خوا ته اوړیدلی شي. ستاسو شخصي معلومات یواځې ستاسو په اجازه شریکول کیږي.

مونږ څرنګه مرسته کولی شو

مونږ به تاسو ته ستاسو د کورنۍ د موندلې د پروسې په اړه لارښوونه وکړو – او دا به یقیني کوو چې دغه هرڅه ترممکن حده په چټکۍ او اسانۍ سره ترسره کړای شي.

Related

Find your nearest...

  • Health & support services 
    Go

مونږ کولی شو...

خپله بې درکه کورنۍ ومومئ

مونږ د سورصلیب او سرې میاشتې د نورو ټولنو سره همکاري کوو چې په بهرنیو هیوادونو کې ستاسو کورنۍ ولټوي او له هغوی سره بیا اړیکه ونیول شي.


پیغامونه لیږل

مونږ ستاسو سره مرسته کوو چې د سرحدونو بلې خوا ته او د شخړې په سیمو کې د خپلې کورنۍ خبر شریک کړئ، که څه هم دا ناشونې وي چې د ارتباط د بل کوم ډول څخه استفاده وکړو.


ستاسو د توقیف تائیدول

په داسې حال کې چې تاسو په توقیف کې یاست او د سورصلیب نړیواله کمیټه (ICRC) ستاسو سره لیدنه وکړي، نو مونږ ښایي د دې وړ یو چې تاسو ته د توقیف تصدیق نامه صادره کړو.