Skip to main content
The Red Cross Emblem is a special protective sign
Shop login |  Basket Text size Sitemap Help
Advanced search
 

پښتو (Pashto)

د بریتانیې د سور صلیب د پلټنې او پیغام رسولو نړیوال خدمتونه د نړۍ په هره برخه کې کار کوي چې د هغو کورنیو د غړیو تر منځ اړیکې بیرته

پرځای کړي کوم چې د وسلوالو شخړو، سیاسي بدلونونو، طبیعي آفاتو یا مهاجرت په وجه سره بیل شوي وي. که تاسو له خپلې کورنۍ نه بیل شوي

یاست، کیداي شي موږ له تاسو سره مرسته وکړو. 

د بریتانیې سور صلیب کولای شي په لاندې برخو کې مرسته وکړي:

< د کورنۍ د غړیو لټول

کله چې د جګړي، ناوړه پیښو او یا مهاجرت په وجه کورنۍ سره بیلي شوي وي، موږ د ورک شویو خپلوانو په لټولو کې مرسته کوو.

< د کورنۍ د خبرونو رسول

کله چې د جګړې او یا نورو ناړوه پیښو په وجه د اړیکو او ارتباطو عادي وسایل له مینځه تللي وي، د سره صلیب پیغامونه بیا هم کولای شي چې اندیښمنو خپلوانو ته

ورسیږي.

)مهرباني وکړئ او په یاد ولرئ چې پیسي او یا پنډه نشي لیږل کیدای.(

< د توقیف تصدیق نامه

که چیرې تاسو په داسي حال کې چې په بندي وي د سور صلیب د نړیوالي کمیټي ) ICRC ( لخوا ملاقات درسره شوي وي، تاسو کیداي شي وکولای شي چې د خپل توقیف

تصدیق وکړئ.

زموږ ټولي مرستي او خدمتونه وړیا او محرمانه دي.

د بریتانیې سور صلیب همدا رنګه کیدای شي وکولای شي چې دا خدمتونه په نورو حالاتو کې چیرې چې په انساني بنسټ د مرستي اړتبا وي،برابر کړي، د بیلګې په توګه، که

چیرې له هغه د پاخه عمر خپلوان سره چې له هیواد نه بهر اوسي، او اړیکي یو ناڅاپه پري شي. 

که تاسو فکر کوئ چې موږ مرسته کولای شو، له موږ سره اړیکې ونیسي.

د بریتانیې د سور صلیب استازی به په خوښي سره ستاسو پوښتنو ته ځواب ووایي.

که تاسو په انګلیسي ژبه خبرې نشي کولای، تاسو کولای شي د کورنۍ یو مشر غړی، ملګري او یا همکار له ځانه سره راولي چې له تاسو سره مرسته وکړي. او یا هم موږ

کولای شو کوښښ وکړو چې د ترجمان بندوبست وکړو. تاسو ته به یوه فورمه د بشپړولو لپاره درکړی شي چې یو شمیر پوښتنې لري. موږ هر څومره ډیرو معلوماتو ته چې تاسو

کولای شي موږ ته وسپارئ، اړتیا لرو. د فورمې په بشپړولو کې موږ کولای شو له تاسي سره مرسته وکړو.

موږ به دا معلومات په هغه هیواد کې چې تاسو فکر کوئ ستاسو خپلوان به هلته وي، د سور صلیب ملي ادارې یا د سره میاشتي ټولنې ته او یا هم د سور صلیب نړیوالي کمیټې

ICRC( ( ته ولیږو، او هغوی به کوشش وکړي چې هغوی پیدا کړي. د خلکو د لټولو په اړه زموږ وړټیا د اړوند هیواد په سیمه ییزو حالاتو پوري اړه لري، چې په هغې کې

امنیتي حالات هم شامل دي.

کله چې موږ د تاسو لپاره معلومات ترلاسه کړو، نو سمدلاسه به له تاسو سره اړیکي ونیسو، خو موږ نشو کولای تاسو ته دا ووایو چې ستاسو پوښتنه به څومره وخت ونیسي. 

AccessibilityContactLegalPrivacy
© British Red Cross 2010
British Red Cross, UK Office, 44 Moorfields, London EC2Y 9AL Phone: 0844 871 11 11. Fax: 020 7562 2000.

The British Red Cross Society, incorporated by Royal Charter 1908, is a charity registered in England and Wales (220949) and Scotland (SC037738).