Find missing family - Pashto

که تاسو د جګړې، طبیعی پیښو یا مهاجرت له امله جلا شوي یاست، د ورکو شووو کورنیو د غړو د بیا موندنی لپاره کولاۍ شۍ

مونږ څرنګه مرسته کولی شو

کیدای شی مونږ له تاسي سره مرسته وکړو تر څو:

  • خپلي ورکې شوي کورنۍ ومومۍ
  • خپلو کورنیو ته پیغامونه واستوۍ ( خو پیسي او پاکټونه نشۍ استولای)
  • (د توقیف سند ترلاسه کړۍ) د هغو خلکو لپاره چې د سره صلیب نړیوالې کمیټې (ICRC) لخوا لیدل شوي او د توقیف په توګه راجستر شوي.

دا خدمات وړیا او محرمانه بشري مرستی دي چې د کورنیو د بیا یوځای کیدلو په موخه وړاندی کیږی. مونږ به ستاسي معلومات هیچا ته ستاسو له اجازي پرته ورنکړو.

مونږ له چا سره مرسته کوو

تاسي کولی شئ چې زمونږ د کورنۍ د پیدا کولو خدماتو څخه په هغه صورت کی ګټه پورته کړۍ چه تاسی په خپله نه یی توانیدلای له خپلې کورنۍ سره اړیکه ونیسی او همدارنګه دا لاندی دوه شرطونه پوره کړۍ:‌

  • تاسي په انګلیستان استوګن یاست
  • تاسو د جگړې، طبیعی پیښو یا مهاجرت له امله جلا شوي یاست

موږ کیدای شی په هغه شرایطو کی هم مرسته وکړو چه انسانی خاصی اړتیاوې شتون ولري، د بیلګې په توګه که چیری تاسو په ناڅاپي توګه د زړو خپلوانو سره اړیکه له لاسه ورکړې وي.

څنګه کولای شۍ مرسته ترلاسه کړۍ

د کورنۍ ورکو شوو غړو د بیا موندلو خدماتو نږدی مرکز څنګه پیدا کړۍ؟

تاسی کولای شی د کورنۍ د بیا موندلو مرکز سره اړیکه ونیسۍ او ورسره له نږدی د کتنی نوبت ونیسۍ.

په ټاکل شوې نیټه به موږ ستاسو د خپلوانو په اړه پوښتنې وکړو او تاسی به مونږ ته ووایۍ چه هغوی به ستاسې په نظر چیرې وي.‌ او موږ به د فورمی په ډکولو کې هم مرسته درسره وکړو. که تاسي په انګریزي ژبه خبري نشۍ کولی،‌ مونږ ژباړن هم درته چمتو کولای شو

مونږ ددې ژمنه نشو کولی چې نږدي خپلوان به مو هرومرو پیدا کوو خو مونږ به د خپلو همکارانو سره په هغه هیواد کې اړیکه ټینګه کړو چیرته چه ستاسو خپلوان اوسیږي او چی هر وخت مو معلومات تر لاسه کړل، تاسو ته به یی سمدستی درکړو.

همدارنګه کولای شۍ خپل عکسونه زمونږه ویبسایت ته پورته کړی تر څو ورک شوی خپلوان مو وکولای شی هغه وګوري.

که چیرته تاسي په بریتانیا کی کې میشت نه یاست

که زموږ خدماتو نه په دی خاطر کار نشۍ اخستلای چه تاسی په بریتانیا کی ژوند نه کوۍ:   په خپل هیواد کې د سره صلیب یا سرې میاشتې سره اړیکه ونیسئ.

که چیرته دطبیعي پیښو، جنګ یا د مهاجرت له امله له خپلوانو یا کورنۍ نه جلاشوي نه یاست

که چیرته مونږ درسره سره مرسته نشوکولای نوری داسی موسسی به موجودی وی چه له درسره مرسته وکړي.

feedback formایا وړاندې تر دی مو له دی خدماتو څخه ګټه پورته کړي ده؟ مهربانې وکړئ خپل نظرمو راسره شریک کړئ.