Get help as a refugee - Pashto

د کډوال یا پناه غوښتونکي په توګه مرسته ترلاسه کړۍ

.که تاسو کډوال پناه غوښتونکي یا زیانمنونکي مهاجریاست، دبریتانوي سره صلیب ممکن درسره سره مرسته وکړي

مونږ څه ډول مرسته کولای شو

موږ د کډوالو، پناه غوښتونکو او نورو زیان منونکو مهاجرینو سره د بیړنیو اړتیاوو مرسته کولای شو. هغه مرستې چې موږ یې له درسره کولای شو ستاسو د اوسیدو ځای پوری اړه لری. پدې مرستو کې لاندی شیان شامل دي:

  • د خوړو پاکټونه او د وړیا خوړو سندونه
  • لږه اندازه پیسي
  • جامي یا کالي
  • د تشناب کارامد وسایل او مواد
  • کمپلې
  • د ماشومانو توکي

موږ ممکن وکولی شو د نورو مرستو وړاندیز وکړو. ستاسو د اوسیدنی ځای او شرایطو ته په کتلو سره دا لاندی مرستی درسره کیدلای شی:

  • د لیږد رالیږد لپاره وړیا ټکټونه
  • د کارموندنی او دولتی مرستو د لاسته راوړلو لپاره مشوره
  • روغتیایی پاملرنه - د کورنی یا غاښو ډاکټر سره نوم لیکنه
  • د روغتیایی یا غیر روغتیایی کتنو لپاره ملتیا
  • د بریتانیا له ژوند سره د بلدیدو مرسته
  • لارښوونه او د اوسیدو د ځای شا او خوا باره کی زده کړه
  • د روانی حالت (غم او اندیښنه) مرسته
  • د کورنۍ بیا یوځای کول
  • له نورو خلکو سره ملاقات کول

کورته نږدی د کډوالو خدمات ومومۍ

کله چې تاسو موږ سره اړیکه ونیسۍ، زموږ د روزنې یو کارکوونکی به مو اړتیاوې وارزوي ترڅو دا معلومه کړي چې موږ څه مرسته کولی شو. که موږ نشو کولای، بیا به تاسو یو بل ځای ته .وروپیژنو چې اړوندی مرستی درسره وکړی

که تاسي په انګلیسي ژبه خبري نشۍ کولی نو یو ژباړن یا ترجمان به درته چمتو کړو.

زمونږه خدمات سیاسي او مذهبي اړخ نلری مونږ به ستاسو په هکله چارواکو ته راپور ورنکړو،‌ زمونږ ټولي مرستي وړیا او محرمانه دي.

ستاسو سیمه ییز خدمت څنګه ترسره کیدلای شی

زمونږ دمرستو ترلاسه کول په دی پوری اړه لري چې تاسي کوم ځای کې اوسیږۍ. خپل د اوسیدو ځای ته نږدی د کډوالو خدماتی مرکز سره اړیکه ونیسۍ چې څنګه کولای شی له دوی سره وګوری:

  • بی له نوبت اخستلو ورتلای شی (داسی مرکزونو ته بی نوبته دفترونه وایی چیرته چه بی له دی چه نوبت واخلی ورتلای شی)
  • د ورتلو لپاره وخت یا نوبت اخستلو ته اړتیا شته
  • یا دا چه د بلی اداری له خوا باید ورته وروپیژندل شۍ


مهرباني وکړئ نظرونه مو سره شریک کړئ ایا تاسو مخکې له دی خدمت نه کار اخستی؟ 

آیا تاسو قاچاق شوی مهاجر یاستۍ

که چیرته داسی پناه غوښتونکي يا کډوال یاستی چه قاچاق شوي یاست ممکن مونږ کولای شو چه له تاسو سره مرسته وکړو.

که چیرته تاسي قاچاق شوي یاست نو تاسي به د یوه مهاجرپه څیر مرسته ترلاسه کړۍ او همدا راز مونږ کولی شو چې تاسي ته اړوندې مشوري درکړو چې د قاچاق شوی مهاجر په حیث څه اضافی خدمات ترلاسه کولای شی.

د ځوانو کډوالو لپاره مرسته

که تاسي د ۱۵ نه تر ۲۵ کالو پوری عمر لرۍ او په بریتانیا کیو اوسیږۍ، نو په ځیني سیمو کې تاسي مرستي ترلاسه کولی شئ.

د ځوان کډوال په توګه مرسته ترلاسه کړۍ!

د کورنۍ بیا یوځای کیدل (د کورنۍ اړیکو بیا رغول)

که تاسو کډوال یاست نو موږ کیدای شی وکولای شو په لاندی ډول مرسته درسره وکړو چه د خپلې کورنۍ سره بیا یوځای شی:

  • د ويزې غوښتنلیکونو سره مرسته کول
  • د کورنۍ هغو غړو ته د الوتنې چاري چمتو کول کوم چې له تاسي سره به یوځای کیږي (دکورنۍ د بیا یوځای کیدنې مرستې( 


مونږ کولی شو چې دبریتانیا په ځیني سیمو یا برخو کې دبیا یوځای کیدونکو کورنیو دویزو غوښتنلیکونو په ترتیبولو کی مرسته وړاندی کړو خو ممکن چه ددی مرستی لپاره مو د انتظار په لست کی نوم ولیکلی شی او تر هغو چه مو نوبت رسیږی،‌ منتظر شۍ.

خپل [local service] سره اړیکه ونیسۍ (د کډوالۍ خدماتو لیستونو لټون لینک) سره وګورۍ ترڅو معلومه کړۍ چې آیا دوی د کورنۍ بیا یوځای کولو مرستې وړاندیز کوي.

د کورنۍ بیا یوځای کیدو لپاره د برتانوي سره صلیب لارښود ولولئ.